د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • iffl لوست ۲
  • د خدای کلام ریښتنې هیله راکوي

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • د خدای کلام ریښتنې هیله راکوي
  • تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏ د خدای د کلام د پېژندلو لوستونه
  • فرعي سرلیکونه
  • ورته مقالې
  • غور وکړه
  • لنډیز
  • نور زده کړه
  • د خدای کلام ریښتنې هیله راکوي
    تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏ د خدای د کلام د پېژندلو لوستونه
  • د خدای کلام څنګه ژوند ښه کولای شي؟‏
    تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏ د خدای د کلام د پېژندلو لوستونه
تل تر تله د ژوند څخه خوند اخله!‏ د خدای د کلام د پېژندلو لوستونه
iffl لوست ۲
۲ م لوست.‏ لمر د غنم په پټی پورته کېږي.‏

۲م لوست

د خدای کلام ریښتنې هیله راکوي

چاپ شوې خپرونه
چاپ شوې خپرونه
چاپ شوې خپرونه

په ټوله نړۍ کې خلک د ستونزو سره مخامخ کېږي،‏ کومې چې اندیښنې او خوږوالی رسوي.‏ ایا ته هم کوم غم یا سخته ناروغي لرې؟‏ شاید د چا پسې خفه یې چې مړ شوی دی.‏ امکان لري چې له ځان نه پوښتنه کوې:‏ ایا ژوند به یوه ورځ ښه شي؟‏ د خدای د کلام ځواب ډاډ راکوي.‏

۱.‏ د خدای کلام کومه ریښتنې هیله راکوي؟‏

د خدای کلام څرګندوي چې ولې ټوله نړۍ د ستونزو سره ډکه ده.‏ مګر ښه زېری دا دی،‏ چې خدای پاک به ټولې ستونزې له منځه وړي.‏ د خدای ژمنه مونږ ‏«خوشحالوی»‏ او مونږ ته ‏«اُمید»‏ راکوي (‏یرمیاه ۲۹:‏۱۱،‏ ۱۲ ولوله)‏.‏ دغه ژمنه زمونږ سره مرسته کوي چې د اوسنیو ستونزو سره مقابله وکړو او چې حتیٰ اوس خوشحاله اوسو.‏ هغه هم ډاډ راکوي چې په راتلونکي کې به تل نېکمرغه اوسو.‏

۲.‏ د خدای کلام د کوم راتلونکي په باره کې زېری راکوي؟‏

د خدای کلام بیانوي چې په راتلونکي کې ‏«به نور نهٔ مرګ،‏ نهٔ ویر،‏ نهٔ ژړا او نهٔ درد وی»‏ (‏مُکاشفه ۲۱:‏۴ ولوله)‏.‏ د خوارۍ،‏ بې عدالتۍ،‏ ناروغۍ او مرګ له خاطره ډېرو خلکو ته ژوند تریخ ښکاري.‏ مګر خدای پاک ژمنه راکړې ده چې په نږدې وخت کې ټوله ځمکه به جنت وشي.‏ هغه وخت به خلک تل تر تله د ژوند څخه خوند اخلي.‏

۳.‏ هغه هیله،‏ چې د خدای کلام راکوي،‏ څنګه ټینګولای شې؟‏

ډېر خلک د خپلو ارمانونو پسې «انشا اللّٰه» وایي،‏ خو بیا شک لري.‏ د خدای پاک ژمنې ځانګړې دي ځکه چې خامخا به پوره شي.‏ که چېرې د خدای د کلام په لوستلو غور کوې،‏ هغه هیله،‏ چې د خدای کلام راکوي،‏ ټینګولای شې (‏اعمال ۱۷:‏۱۱)‏.‏ د خدای د کلام زده کړې ته دوام ورکړه او پخپله به ډاډمن شې چې ایا د خدای کلام د باور وړ دی که نه.‏

غور وکړه

د خدای په کلام کې د راتلونکو شرایطو په باره کې بیان شوي دي.‏ وګوره چې څنګه نن ورځې دا هیله د خلکو سره مرسته کوي.‏

انځورونه:‏ د خدای کلام د راتلونکي په باره کې څه ویلي دي او نن څه وینو.‏ لاندې وینو څنګه پوره کېږي.‏

۴.‏ د خدای کلام تلپاتې ژوند په بشپړوالي کې وړاندې کوي

لاندې لیکل شویو ژمنو ته پام وکړه.‏ ستا کومه یوه تر ټولو ډېر خوښېږي؟‏ ولې دې خوښېږي؟‏

ایتونه ولوله چې د ژمنو پر څنګ لیکل شوي دي او د دغو پوښتنو په باره کې سوچ وکړه:‏

  • ایا دا ایتونه ستا زړه ته ډاډ رسوي؟‏ ایا ستا کورنۍ ته او ملګرو ته هم ډاډ رسولای شي؟‏

داسې نړۍ تصور وکړه چېرته چې

هېڅوک .‏ .‏ .‏

هر څوک .‏ .‏ .‏

  • درد نه لري،‏ نه زړېږي او نه مړ کېږي (‏یشعیاه ۲۵:‏۸)‏

  • د خپلو ګرانو خلکو سره،‏ چې راژوندي شوي دي،‏ پر ځمکه باندې اوسېږي (‏یوحنا ۵:‏۲۸،‏ ۲۹)‏

  • نیمګړی یا ناروغ نه دی (‏یشعیاه ۳۳:‏۲۴ او ۳۵:‏۵،‏ ۶)‏

  • روغ او ځوان دی (‏ایُوب ۳۳:‏۲۵)‏

  • د بې عدالتۍ سره نه مخامخ کېږي (‏یشعیاه ۳۲:‏۱۶،‏ ۱۷)‏

  • پرېمانه خواړه،‏ ښایسته کور او په زړه پورې کار لري (‏زبور ۷۲:‏۱۶ او یشعیاه ۶۵:‏۲۱،‏ ۲۲)‏

  • د جنګ له خاطره نه رنځېږي (‏زبور ۴۶:‏۹)‏

  • ریښتنې سولې ته خوشحالېږي (‏زبور ۳۷:‏۱۱)‏

  • تېر شوې بدي نه یادوي (‏یشعیاه ۶۵:‏۱۷)‏

  • په بشپړوالي کې د تلپاتې ژوند څخه خوند اخلي (‏زبور ۳۷:‏۲۹)‏

یو هلک چې ناروغ وُ بېرته روغ شوُ او مور ته غېږ ورکوي.‏ یو سړی چې زوړ وُ بېرته ځوان شوی دی او یوه کراچي چې د ترکاریو سره ډکه ده،‏ ټېله کوي.‏ ماشومان چي تر لوږې لاندې ځورېدل او په زور یې کار کول اوس باغ کري او فټبال لوبې کوي.‏ یوه ښځه چې تر خپګان لاندې ځورېده اوس بېرته خوشحاله ده او خاندي.‏

۵.‏ د خدای کلام په ژوند باندې ښه اغېزه لري

ډېر خلک چې شاوخوا ستونزې ویني،‏ وارخطا او حتیٰ په قهر کېږي.‏ ځینې هڅه کوي چې بد حالات سم کړي او ځینې د ښه نړۍ لپاره مبارزه کوي.‏ د خدای د کلام ژمنې نن هم زمونږ سره مرسته کولای شي.‏ ویډیو وګوره او لاندې پوښتنې څېړنه وکړه:‏

ویډیو:‏ ما غوښتل چې د بې عدالتۍ په ضد مبارزه کوم (4:07)‏

انځورونه:‏ د «ما غوښتل چې د بې عدالتۍ په ضد مبارزه کوم» ویډیو څخه برخې.‏ ۱.‏ کله چې کوچنۍ وه،‏ رفیکا د نورو تورپوستیو سره پومبه ټولوله.‏۲.‏ رفیکا حیرانېږي کله چې د یَهّوه د شاهدانو په کانګرس کې ویني،‏ څنګه تورپوستی او سپینپوستی په یووالي کې دي.‏
  • په ویډیو کې،‏ رفیکا د څه بې عدالتۍ سره مخامخ شوه؟‏

  • سره له دې چې بې عدالتۍ ورکې نه شوې،‏ څنګه د خدای کلام د هغې سره مرسته وکړه؟‏

د خدای کلام مونږ ته د ښه راتلونکي لپاره هیله راکوي.‏ دغه هیله مونږ د خپګان څخه ساتي او مرسته کوي چې په ستونزو باندې بریالی شو.‏ متلونه ۱۷:‏۲۲ او رومیان ۱۲:‏۱۲ ولوله او د دې په باره کې سوچ وکړه:‏

  • ایا د خدای کلام ستا په ژوند باندې اوس هم ښه اغېزه لرلای شي؟‏ ولې داسې فکر کوې؟‏

ځینې وایي:‏ «دا،‏ څه چې د خدای کلام د راتلونکي په باره کې وایي،‏ تشې خبرې دي»‏

  • ستا په فکر به د خدای د کلام ژمنې پوره شي او یا نه؟‏ ولې دغې پوښتنې ته ځواب لټول مهم دي؟‏

لنډیز

د خدای کلام د نېکمرغه راتلونکي په باره کې ریښتنې هیله راکوي.‏ دا هیله زمونږ سره مرسته کوي چې د ستونزو سره مقابله وکړو.‏

بیا کتنه

  • ولې هر څوک هیلې ته اړتیا لري؟‏

  • د خدای کلام د راتلونکي په باره کې څه وایي؟‏

  • د خدای د کلام څخه هیله ستا سره څنګه مرسته کولای شي؟‏

دا هڅه وکړه

نور زده کړه

وګوره چې هیله په ژوند باندې څه اغېزه لرلای شي.‏

‏«ریښتنې هیله چېرته پیدا کېږي؟‏»‏ (‏ویښ شئ!‏ ۲۲م اپریل،‏ ۲۰۰۴)‏

ولوله چې څنګه هیله مرسته کولای شي،‏ کله چې اوږدمهاله ناروغي لرو.‏

‏«زه اوږدمهاله ناروغي لرم.‏ ایا د خدای کلام زما سره مرسته کولای شي؟‏»‏ (‏انټرنېټي لیکنه)‏

کله چې دا موزیکي ویډیو ګورې،‏ تصور وکړه چې د خپلې کورنۍ سره په جنت کې د ژوند څخه خوند اخلې.‏

څومره به ښه وي (3:37)‏

د یو ټولنیز فعال غړي ژوند بدل شوُ،‏ کله چې هغه د ښه راتلونکي په باره کې خبر شوُ.‏

‏«ما ډېر غوښتل چې نړۍ بدله کړم خو اخر خپل فکر مې بدل کړ»‏ (‏د کتونکي برج،‏ ۱ جولای،‏ ۲۰۱۳)‏

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول