د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • 53-T مخ ۱-‏۴
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
  • ورته مقالې
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
    زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
    آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
  • زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
    زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
    خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
نور وګورئ
آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
53-T مخ ۱-‏۴
مور او پلار د خپل مړ شوی ماشوم عکسونه ګوري

آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏

تاسی څه فکر کوئ؟‏

  • هو

  • نه

  • امکان لري

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«مړي به راژوندي شي» (‏یشعیاه ۲۶:‏۱۹،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

کله چې زمونږ د عزیزانو نه څوک مړه شي،‏ تسلي راکوي (‏دوېم کورنتیان ۱:‏۳،‏ ۴)‏.‏

د مرګ د سختې وېرې څخه مو آزادوي (‏عبرانیان ۲:‏۱۵)‏.‏

کولای شئ چې د خپلو راژوندیو شویو عزیزانو سره د تل دپاره ژوند وکړئ (‏یوحنا ۵:‏۲۸،‏ ۲۹)‏.‏

یوه کورنۍ او یوه کونډه چې د مړو بیا ژوندي کېدل ته هیله لري.‏ دغه هیله دوی ته تسلي ورکوي

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای د ژوند ورکوونکی دی.‏ په زبور کې لیکل شوي دي چې یَهّوه خدای د ژوند سرچینه دی (‏زبور ۳۶:‏۹؛‏ اعمال د رسولانو ۱۷:‏۲۴،‏ ۲۵)‏.‏ هغه چې ټولو مخلوقاتو ته ژوند ورکړی دی،‏ البته چې مړو ته هم بیا ژوند ورکولی شي.‏

  • خدای په پخوا زمانو کې مړي بېرته راژوندي کول.‏ د خدای کلام ۸ کسان یادوي،‏ چې بېرته راژوندي شوي وي:‏ ځینې ځوانان،‏ ځینې زاړه،‏ ځینې ښځې او ځینې یې سړي وي.‏ د هغوی د مرګ نه تر هغه وخت پورې،‏ چې خدای یې راژوندي کړل،‏ په ځینو یې لږ وخت تېر شوی وُ،‏ خو یو د هغوی نه ۴ ورځې په قبر کې وُ (‏یوحنا ۱۱:‏۳۹-‏۴۴)‏.‏

  • خدای د پخوا په شان اوس هم ډېر غواړي،‏ چې مړي راژوندي کړي.‏ یَهّوه خدای د مرګ څخه کرکه لري او د انسانانو مرګ ته د دښمن په شان ګوري (‏اول کورنتیان ۱۵:‏۲۶)‏.‏ خدای به خپل نیت،‏ د مړو بېرته راژوندي کول،‏ حتماً تر سره کړي.‏ خدای د زړه له کومي غواړي هغو کسانو ته،‏ چې د ده په یاد کې دي،‏ بیا ژوند ورکړي.‏ دوی به د ځمکې پر مخ باندې د ژوند څخه خوند واخلي (‏ایوب ۱۴:‏۱۴،‏ ۱۵)‏.‏

فکر وکړئ:‏

یو ځوان سړی لوی کېږي او وروسته زړېږي

ولې مونږ زړېږو او مړه کېږو؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ پېدایښت ۳:‏۱۷-‏۱۹ او رومیانو ۵:‏۱۲

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول