د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • 63-T مخ ۱-‏۴
  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
  • ورته مقالې
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
    زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
    زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
    آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
  • آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
    آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
نور وګورئ
خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
63-T مخ ۱-‏۴
یوه ښایسته ځمکه چې د خدای پادشاهي پکښې حکومت کوي

خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏

تاسی څه فکر کوئ؟‏

  • د خپل حکومت له لارې

  • د انسانانو په وسیله

  • په کومه بله لاره

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«او هغه به د تل دپاره د یعقوب په کورنۍ باندې پادشاهی وکړي او د ده پادشاهي به هېڅکله پای ته ونه رسېږي» (‏لوقا ۱:‏۳۳،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

‏«د نړۍ پادشاهي د خدای او د ده د مسیح تر لاسه شوه او هغه به د تل دپاره پرې حکومت کوي» (‏مُکاشفه ۱۱:‏۱۵،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

د خدای پادشاهي مونږ ته دا لاندې ضمانت راکوي:‏

  • یو عادل حکومت چې خوشبختۍ ته رسوي (‏یشعیاه ۴۸:‏۱۷،‏ ۱۸)‏.‏

  • په جنت کې خوشحالي او کامله روغتیا (‏مُکاشفه ۲۱:‏۳،‏ ۴)‏.‏

خلک په باغونه کې کار کوي او ډېر خوشحال دي چې په جنت کې د خدای تر پادشاهي لاندې ژوند کوي

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • د خدای کلام څرګندوي،‏ چې د خدای پادشاهي به څه برکتونه رسوي‏.‏ خدای غواړي چې مونږ د ده د پادشاهي د راتلو او په ځمکه باندې د ده د ارادې تر سره کېدو په باره کې دعا وکړو (‏متی ۶:‏۹،‏ ۱۰)‏.‏ خدای د خپلو وفادارانو په وسیله وښودل،‏ چې دغه دعا به څنګه قبوله شي.‏

    خدای د خپلو وفادارانو په وسیله وږي خلک ماړه کړل،‏ ناروغان یې روغ کړل او مړي یې بېرته راژوندي کړل (‏متی ۱۵:‏۲۹-‏۳۸؛‏ یوحنا ۱۱:‏۳۸-‏۴۴)‏.‏ د خدای کلام ښیي،‏ چې د خدای تر پادشاهۍ لاندې ښایسته ژوند زمونږ په انتظار کې دی (‏مُکاشفه ۱۱:‏۱۵)‏.‏

  • د نړۍ اوسني شرایط تائیدوي،‏ چې د خدای پادشاهي ژر تر ژره راتلونکې ده.‏ عیسیٰ مسیح پیشګویي کوله،‏ چې د خدای پادشاهي به حتماً ځمکې ته سوله راوړي.‏ خو لومړی به په ټوله نړۍ کې جنګونه،‏ قحطۍ او زلزلې وي (‏متی ۲۴:‏۳،‏ ۷)‏.‏

    په اوسنیو ورځو کې مونږ پخپلو سترګو دا ټولې بدبختۍ وینو.‏ په دې خاطر پوره اطمینان لرو،‏ چې د خدای پادشاهي به ډېر ژر ټولې بدبختۍ له منځه وړي.‏

فکر وکړئ:‏

یوه ښایسته ځمکه چې د خدای پادشاهي پکښې حکومت کوي

د خدای تر پادشاهۍ لاندې ژوند به څنګه وي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ زبور ۳۷:‏۲۹ او یشعیاه ۶۵:‏۲۱-‏۲۳

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول