د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • 33-T مخ ۱-‏۴
  • زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
  • زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
  • ورته مقالې
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
    زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
    خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
    آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
  • آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
    آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
نور وګورئ
زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
33-T مخ ۱-‏۴

زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏

ستاسو په فکر .‏ .‏ .‏

  • د خدای په لاس کې ده

  • د خلکو په لاس کې ده

  • د بل چا په لاس کې ده

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«ټوله نړۍ د بدکاره [یعنې شیطان] تر لاس لاندې ده» (‏اول یوحنا ۵:‏۱۹،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

‏«خدای به ډېر ژر شیطان ستاسو تر پښو لاندې کړي» (‏رومیانو ۱۶:‏۲۰،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

د کړېدلو او ستونزو د پیدا کېدو په باره کې منطقي توضیحات ورکوي (‏مُکاشفه ۱۲:‏۱۲)‏.‏

په نړۍ کې د ژوند شرایط به ښه شي (‏اول یوحنا ۲:‏۱۷)‏.‏

د نړۍ سیاستمداران،‏ مذهبونه،‏ پوځی ځواکونه او ډېر خلک د شیطان تر امر لاندې دي

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • شیطان د نړۍ په اداره کولو ناکام شو‏.‏ یَهّوه خدای ژمن دی چې پر انسانانو باندې د شیطان واکمنۍ پای ته ورسوي.‏ خدای ژمنه کوي،‏ چې «شیطان به له منځه وړي» او ټول زیان،‏ کوم چې شیطان انسانانو ته رسولی دی،‏ به بېرته سم کړي (‏عبرانیانو ۲:‏۱۴)‏.‏

  • خدای عیسیٰ مسیح پر نړۍ باندې د واکمنۍ لپاره غوره کړی دی.‏ عیسیٰ د اوسنی ظالم او ځانغوښتونکي واکمن بشپړ مخالف دی.‏ د عیسیٰ مسیح د پادشاهی په اړه خدای ژمنه کوي:‏ «دی به په ضعیفانو او غریبانو رحم وکړي .‏ .‏ .‏ د ظلم او تاوترېخوالي څخه به هغوی وژغوري» (‏زبور ۷۲:‏۱۳،‏ ۱۴)‏.‏

  • خدای هېڅکله درواغ نه وایي.‏ د خدای کلام وایي:‏ «خدای درواغ نه شي ویلی» (‏عبرانیانو ۶:‏۱۸)‏.‏ کله چې یَهّوه خدای ژمنه کوي،‏ حتماً به تر سره شي (‏یشعیاه ۵۵:‏۱۰،‏ ۱۱)‏.‏ «د اوسنۍ نړۍ واکمن به وشړل شي» (‏یوحنا ۱۲:‏۳۱)‏.‏

فکر وکړئ:‏

یوه خوشبخته کورنۍ په خوشحالۍ سره وخت تېروي

که چېرې شیطان،‏ اوسنی واکمن،‏ ورک شي،‏ نو زمونږ نړۍ به څرنګه وي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ زبور ۳۷:‏۱۰،‏ ۱۱ او مُکاشفه ۲۱:‏۳،‏ ۴

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول