د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • 03-T مخ ۱-‏۴
  • د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏
  • د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏
  • ورته مقالې
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
    زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
    آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
    خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
  • آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
    آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
نور وګورئ
د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏
03-T مخ ۱-‏۴

د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏

ستاسو په نظر .‏ .‏ .‏

  • منسوخ شوی دی

  • تحریف شوی دی

  • د خدای له خوا نازل شوی دی

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«ټولې مقدسې لیکنې د خدای له خوا اِلهام شوي دي» (‏دوېم تیموتیوس ۳:‏۱۶،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

د خدای کلام د ژوند مهمو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي (‏دوېم تیموتیوس ۲:‏۷)‏.‏

د ورځني ژوند لپاره د اعتماد وړ لارښوونه ورکوي (‏زبور ۱۱۹:‏۱۰۵)‏.‏

د راتلونکي لپاره رښتنې هیله ورکوي (‏رومیانو ۱۵:‏۴)‏.‏

یو سړی او یوه ښځه،‏ هر یو د خدای کلام جلا جلا لولي.‏ یوه خوشبخته کورنۍ په ګډه سره خپل وخت په یو ښکلی پارک کې تیروي

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • بې ساري همغږي.‏ دغه کتاب د ۴۰ کسانو له خوا د ۱۶۰۰ کالو په موده کې لیکل شوی دی.‏ ډېر د هغوی څخه یو بل سره نه پیژندل.‏ سره له دې ټول کتاب یوه اصلی موضوع مطرح کوي.‏

  • صادق لیکوالان.‏ د تاریخ لیکوالان اکثراً د خپل ملت ناکامي پټوي او نه لیکي،‏ خو د خدای کلام لیکوالان هم خپلې او هم د خپل ملت کمزوری او غلطۍ په باره کې رښتیا لیکلي دي (‏دوېم تاریخ ۳۶:‏۱۵،‏ ۱۶ او زبور ۵۱:‏۱-‏۴)‏.‏

  • دقیق او د باور وړ وړاندوېینه.‏ د خدای په کلام کې د بابل د ورانولو په باره کې وړاندوېینه له ټولو جزئیاتو سره لیکل شوې ده (‏یشعیاه ۱۳:‏۱۷-‏۲۲)‏.‏ مثلاً د بابل د وېجاړېدو په باره کې ۲۰۰ کاله مخکې وړاندوېینه شوې ده،‏ چې څنګه به دغه ښار ونیول شي او حتی د فاتح نوم،‏ ستر کوروش،‏ یاد شوی دی (‏یشعیاه ۴۵:‏۱-‏۳)‏.‏

    ګڼ شمېر نورې وړاندوېینې له ټولو جزئیاتو سره تر سره شوې دي.‏ دغه حقیقت ثابتوي،‏ چې مقدس کتاب د خدای له خوا نازل شوی دی (‏دوېم پطروس ۱:‏۲۱)‏.‏

فکر وکړئ:‏

یو پلار او زوی،‏ یوه مور او لور

د خدای کلام تاسو ته څه ګټه رسولی شي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ یشعیاه ۴۸:‏۱۷،‏ ۱۸ او دوېم تیموتیوس ۳:‏۱۶،‏ ۱۷

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول