د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • 13-T مخ ۱-‏۴
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • ورته مقالې
  • خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
    خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏
  • آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
    آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
  • زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
    زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
    آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
نور وګورئ
زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
13-T مخ ۱-‏۴

زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏

ستاسو په فکر د نړۍ شرایط به .‏ .‏ .‏

  • نه بدلېږي

  • بد کېږي

  • ښه کېږي

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«[خدای] به د هغوی د سترګو هره یوه اوښکه وچه کړي،‏ نور به نه مرګ،‏ نه ماتم،‏ نه نارې او نه درد وي.‏ پخواني شیان تېر شوي دي» (‏مُکاشفه ۲۱:‏۴،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

هغه کار،‏ چې تاسو ته خوښېږي او د رضایت وړ دی،‏ به کوئ (‏یشعیاه ۶۵:‏۲۱-‏۲۳)‏.‏

ناروغۍ،‏ کړېدل او عذابونه به هېڅکله نور نه وي (‏یشعیاه ۲۵:‏۸؛‏ ۳۳:‏۲۴)‏.‏

د خپلو ګرانو عزیزانو سره به په خوشحالۍ د تل دپاره ژوند کوئ (‏زبور ۳۷:‏۱۱،‏ ۲۹)‏.‏

سړۍ او ښځه په خوشبینی سره راتلونکی ته ګوري،‏ یوه نجلۍ ګلان ته اوبه ورکوی،‏ ودانونکی یو کور جوړوي

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای قدرت لري چې خپله وعده تر سره کړي‏.‏ د خدای کلام وایي،‏ چې یوازې یَهّوه خدای «قادرمطلق دی» ځکه چې دی بې حده قدرت لري (‏مُکاشفه ۱۵:‏۳)‏.‏ یعنی دی به خپله وعده د ښایستې نړۍ د جوړولو په اړه حتماً تر سره کړي.‏ د خدای په کلام کې لیکل شوی دي چې «خدای هر څه کولی شي» (‏متی ۱۹:‏۲۶)‏.‏

  • خدای ډېر غواړي چې خپل نیت تر سره کړي.‏ د مثال په ډول خدای ډېر ارمان لري چې مړي بېرته راژوندي کړي (‏ایوب ۱۴:‏۱۴،‏ ۱۵)‏.‏

    د خدای کلام ښیي چې عیسیٰ مسیح د ناروغانو درملنه کوله.‏ ولې دی خلک تداوي کول؟‏ ځکه چې دغه د ده د زړه له کومي غوښتنه وه (‏مرقوس ۱:‏۴۰،‏ ۴۱)‏.‏ عیسیٰ د خوارو خلکو سره مرسته کوله ځکه چې د ده خوښه د خدای د خوښې سره سمه ده (‏یوحنا ۱۴:‏۹)‏.‏

    ډاډه اوسئ:‏ مونږ پوره اطمینان لرو،‏ څنګه چې خدای غواړي،‏ همداسې عیسیٰ مسیح غواړي چې مونږ ښایسته راتلونکی ولرو (‏زبور ۷۲:‏۱۲-‏۱۴؛‏ ۱۴۵:‏۱۶؛‏ دوېم پطروس ۳:‏۹)‏.‏

فکر وکړئ:‏

یو سړۍ د خدای کلام څخه آیت ورښیي

خدای به څنګه زمونږ نړۍ په ښه نړۍ بدله کړي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ متی ۶:‏۹،‏ ۱۰ او لوقا ۱:‏۳۳

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول