د کتونکی برج انټرنېټي کتابتون
د کتونکي برج
انټرنېټي کتابتون
پښتو
  • د خدای کلام
  • نشریات
  • جلسې
  • 23-T مخ ۱-‏۴
  • د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏

دغه غوره شوی ویدیو نشته.

بخښنه غواړو، د ویدویو په ثبتولو کې تخنیکی اشتباه پېښه شوه.

  • د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏
  • د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏
  • ورته مقالې
  • زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
    زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏
  • آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
    آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏
  • آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
    آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏
  • د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏
    د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏
نور وګورئ
د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏
23-T مخ ۱-‏۴

د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏

ستاسو په فکر .‏ .‏ .‏

  • مینه مهمه ده؟‏

  • پیسې مهمې دي؟‏

  • بل شی مهم دی؟‏

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«خوشبخته هغوی دي،‏ چې د خدای کلام اوري او پرې عمل کوي» (‏لوقا ۱۱:‏۲۸،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

په کورنۍ کې رښتینې مینه (‏اِفِسیانو ۵:‏۲۸،‏ ۲۹)‏.‏

یو بل ته واقعي درناوی (‏اِفِسیانو ۵:‏۳۳)‏.‏

سوله او یووالی په ګډ ژوند کې (‏مرقوس ۱۰:‏۶-‏۹)‏.‏

یوه خوشبخته کورنۍ،‏ مور او لور،‏ مېړه او ښځه،‏ مور او پلار د خپل زوی سره

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای د کورنۍ جوړونکی دی.‏ یَهّوه خدای لومړنۍ کورنۍ پخپله جوړه کړه،‏ په دې خاطر ویلی شو،‏ چې دی د کورنۍ جوړونکی دی.‏ «هره یوه کورنۍ» د خدای له برکته «نوم مومي»،‏ ځکه چې د کورنۍ بنسټ د خدای له خوا رامنځ ته شوی دی (‏اِفِسیانو ۳:‏۱۴،‏ ۱۵)‏.‏

    فکر وکړئ:‏ که چېرې تاسی یوه خوندوره ډوډۍ وخورئ او غواړئ چې د هغې د تیارولو ډول زده کړئ،‏ له چا نه به پوښتنه وکړئ؟‏ البته له هغه چا نه،‏ چې دغه ډوډۍ یې پخه کړي ده.‏

    همدارنګه،‏ د خوشبختې کورنۍ د جوړولو دپاره د یَهّوه خدای نه باید لارښوونه او مرسته وغواړو،‏ ځکه چې دی د کورنۍ جوړونکی دی (‏پېدایښت ۲:‏۱۸-‏۲۴)‏.‏

  • خدای تاسو ته پاملرنه کوي.‏ دا ډېره ښه او په ځای خبره به وي،‏ که چېرې یوه کورنۍ د خدای یَهّوه لارښوونه لټوي،‏ ځکه چې دی کورنۍ ته پاملرنه کوي (‏اول پطروس ۵:‏۶،‏ ۷)‏.‏ خدای غواړي،‏ چې مونږ د ټولو نه ښه لاره په ژوند کې غوره کړو،‏ ځکه چې د ده لارښوونه هر وخت زمونږ په ګټه ده او بریالیتوب ته مو رسوي (‏یشعیاه ۲۶:‏۴؛‏ ۴۸:‏۱۷،‏ ۱۸)‏.‏

فکر وکړئ:‏

د مسیحی جماعت مشر،‏ یوې ځوانې کورنۍ ته مشوره ورکوي او د دوی سره یوځای د خدای کلام لولي

څنګه کولای شئ چې ښه مېړه،‏ ښه ښځه یا ښه مور او پلار شئ؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ اِفِسیانو ۵:‏۱،‏ ۲ او کولوسیانو ۳:‏۱۸-‏۲۱.‏

    پښتو نشرات (‏۲۰۰۸-‏۲۰۲۴)‏
    وتنه
    ورتګ
    • پښتو
    • شریکول
    • تنظیمول
    • Copyright © 2026 Watch Tower Bible and Tract Society of Pennsylvania
    • د استفادې شرایط
    • د محرميت تګلاره
    • رازداری کی سیٹنگز
    • JW.ORG
    • ورتګ
    شریکول